اسرائیل په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون فعالیت بندوي

اسرائيل د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د الجزيرې ټلوېزيون فعاليت بندوي.

اسرائيل دغه ټلوېزيوني شبکه چې له قطر څخه خپرونې کوي، تاوتريخوالي ته په لمن وهلو تورنه کړې ده.

دغه پلان په داسې حال کې اعلانېږي چې ګڼو عرب هېوادونو د يو لړ سياسي لانجو له کبله، له مخکې په خپل قملرو کې د دې ټلوېزيوني شبکې دفترونه تړلي دي.

د اسرائيل د ارتباطاتو وزير ايوب کارا وويل، په پام کې لري چې د الجزيرې د خبريالانو مطبوعاتي جوازونه فسخه کړي چې په دې توګه به‌يې په اسرائيل کې د کار کولو مخه ونيول شي او په بيت‌المقدس کې به‌يې دفترونه وتړل شي.

کارا يوه خبري کنفرانس ته وويل، الجزيره ټلوېزيوني شبکه د داعش، حماس، حزب‌الله او ايران لپاره په يوه اساسي وسيله بدله شوې ده.

الجزيرې ټلوېزيون دا اقدام غير ډموکراتيک بللى او ويلي يې دي چې په دې برخه کې به قانوني اقدام وکړي.