عبدالله: پر ميرزا اولنګ د حملې په اړه له مخکې راپورونه موجود وو

اجرائیه رئیس وايي، د سرپل ولایت پر ميرزا اولنګ کلي د وسله‌والو مخالفينو د حملې په اړه له مخکې څخه راپورونه موجود وو او د ميرزا اولنګ د پېښې مخنیوی باید شوی وی.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته به نن مرستې ورسېږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"يوه داسې پېښه وه چې خلکو يې د مخنیوي تمه درلوده، ځکه د دغې حملې په اړه راپورونه موجود و، نن به زیانمنو او بې‌ځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسېږي او باید پاملرنه ورته وشي."

د سرپل ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې ۵۰ کسان د وسله‎‌والو له‌خوا وژل شوي چې په‎‌کې ۱۸ محلي پولیس او ملېشه دي او نور يې ملکيان دي.

د صیاد ولسوال شریف امین‌یار ازادي راډیو ته ویلي چې د صیاد په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ملکیانو په وژنه کې وسله‎‌والو طالبانو او د داعش ډلې یوه قوماندان لاس درلود.