د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د کونړ او نورستان ولایتونه له سختو امنیتي تهدیداتو سره مخ دي.
ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې که د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري نهوي، د یادو دوو ولایتونو د امنیت ټيګښت ناممکن دی.
دی وايي:
"د نورستان او کونړ دوه ولایتونه چې د ډېرو سترو امنیتي تهدیداتو سره مخ دي، خو يوه نقطه چې ډېره مهمه ده هغه د خلکو همکاري ده او که په دې برخه کې د حکومت او افغان امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري نهوي نو په دې دوو ولایتونو کې د امنیت ټینګول اصلاً ناممکن دي."
ښاغلي عبدالله د تېورې او جانيخېلو ولسوالیو د بېرته نیولو په تړاو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او سرښندنې هم وستایلې.
نوموړي د امنیت د ټینګښت تر څنګ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په متوازن انکشاف هم ټينګار وکړ.