د راپورونو پر اساس، د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د سخت دريځو وسلهوالو له يوې ډلې سره جګړه وکړه.
په پېښه کې دوه سخت دريځي وسلهوال وژل شوي دي.
تسنيم خبري اژانس پرون يکشنبه راپور ورکړ چې دغه نښته د ترکيې او عراق سرحد ته نېږدې په اذربايجان غربي ولايت کې وشوه.
اژانس د پېښې د دقيق وخت په اړه معلومات نهدي ورکړي.
تسنيم خبري اژانس د سپاه پاسداران انقلاب د پياده قطعاتو د قوماندان جنرال محمد پاکپور په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، په نښته کې ٤ نور وسلهوال ټپيان شوي دي.
ده ويلي چې ځيني پوځي وسايل نيول شوي دي.
په دې سيمه کې د ايراني کُردانو له سخت دريځو ډلو سره نښتې عامې دي.