د پکتيا چارواکي: جاني‌خېلو کې تر ١٧٠ زيات وسله‌وال وژل شوي

د پکتيا د والي وياند وايي، په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د تېرو دوو اوونيو په لړ کې تر ١٧٠ زيات دولت ضد وسله‌وال وژل شوي دي.

عبدالله حسرت پرون يکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو وسله‎والو کې پاکستاني جنګيالي هم شامل دي.

ښاغلی حسرت زیاتوي:

"د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا چې پاکستاني جنګياليو يې هم ملتيا کوله د زمري مياشتې په لومړيو کې شديد بريدونه ترسره شول چې د افغان ځواکونو په ځوابي عملياتو کې تر يکشنبې پورې ١٧١ وسله‌وال مخالفین چې تر شلو زيات پاکستاني جنګيالي په‌کې شامل دي، وژل شوي او ١٢٣ تنه نور وسله‌وال ټپيان شوي دي."

د والي وياند وايي، هغه سيمې هم بېرته د افغان قواوو لاس ته ورغلي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره‌يې ورڅخه تاکتيکي شاتګ کړى و.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه لا تبصره نه‌ده کړې.