ټېلرسن لاوروف ته: انتخاباتو کې د مسکو لاسوهنې بې‌اعتمادي پيدا کړې

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي خپل روسي سیال ته‌یې ویلي چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال ولسمشرۍ انتخاباتو کې د مسکو لاسوهنې د دواړو هېوادونو تر منځ جدي بې‌اعتمادي رامنځته کړې ده.

ټېلرسن چې نن د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې خبرې کولې وویل چې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره‌یې په لیدنه کې ټینګار وکړ چې په انتخاباتو کې لاسوهنه "یوه جدي پېښه" وه.

د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې دوه ورځنۍ غونډه پرون د فیلیپین په مانیلا کې پيل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېلرسن همداراز خپل روسي سیال ښاغلي لاوروف ته خبرداری ورکړی چې د امریکا حکومت په مسکو کې د کرملېن د هغې پرېکړې په اړه چې د امریکا د ډیپلوماتانو او کارکوونکو د شمېر په اړه‌یې نیولې د ځواب چمتووالی نیسي.

له دې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې باوري دی د دوه اړخیزو کړکېچونو سره-سره امریکايي سیال‌ به‌یې له روسیې سره پېچلي موضوعات تر بحث لاندې ونیسي.