چک جمهوریت وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.
اجرائیه ریاست په یوه بیان کې وايي، په کابل کې د چک جمهوریت سفیر میروسلاو تومان نن یکشنبه په کابل کې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د خپل هېواد د همکاریو ژمنه وکړه.
په بیان کې د چک د سفیر له قوله ویل شوي چې هېواد به یې د پیلوټانو د روزنې او د هوايي ځواک د الوتکو د ترمیم په برخو کې، له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.