د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن یکشنبه د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ناستې په څنډه کې په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو او روسیې دغو لومړي نمبر ډپلوماټانو د دواړو هېوادونو په تر ټولو مهمو مسایلو غږېدلي دي.
د دوی خبرې د ژورنالیستانو له حضور پرته، د فلیپين په مرکز مانیلا کې وشوې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د ده په باور له کړکېچونو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چمتو و، څو په یو لړ مهمو مسایلو له هغې ډلې، د امریکا په نویو لګول شویو بندیزونو بحث وکړو.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه:
"مونږ د خبرو د دوام لپاره د خپلو امریکايي همکارانو چمتووالی حس کړ، زه فکر کوم، تر دې ورهاخوا بل بدیل نشته."
لاوروف وویل چې له ریکس ټېلرسن سره یې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې، اوږد بحث درلود.
هغه وویل چې د اوکرایین د خبرو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوی استازی کورټ ولکر به په نېږدې وخت کې، مسکو ته هم خپل لومړی رسمي سفر وکړي.
تر دې مخکې، کله چې د ریکس ټېلرسن او سرګي لاوروف تر منځ لیدنه پيلېده، د ژورنالیستانو تر مخ یې یواځې روغبړ وکړ او سره موسېدل، خو د ژورنالیستانو په وتلو یې اصلي خبرې سره وکړې.
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له خپل روسي سیال سره وکتل چې څلور ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په روسیې باندې د امریکا تازه بندیزونه توشېح کړل.
ټرمپ د امریکا او روسیې اړیکې زیاتې سړې وبللې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن بیا ویلي وو چې له سرګي لاوروف سره په تعامل کې کومه دښمني نه لري.
ټېلرسن تازه د مانیلا په غونډه کې یادونه وکړه چې په ځینو دوه اړخیزو مسایلو به خبرې وکړي.
ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:
"د دواړو لوریو یو لړ امنیتي او اقتصادي مسایل موجود دي چې پرې خبرې کوو، موږ ټولو ته متوجې ګواښونه او زموږ ګډ ځواب او همداراز د اړیکو د ښه والي لپاره شته فرصتونه تر بحث لاندې نیسو. "
ریکس ټېلرسن تر دې مخکې منلې وه چې له روسیې سره د امریکا اړیکې سړې شوي او دی باوري دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ده په څېر، د اړیکو د ښه والي هڅې کوي.
د امریکا له خوا په روسیې تازه بندیزونه په اوکرایین کې د روسیې د پوځ د مداخلې او د امریکا د تېر کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د روسیې د لاسوهنو په خاطر لګول شوي دي.
بندیزونه په ایرن او شمالي کوریا هم لګیدلي دي.
په روسیې باندې د امریکا د بندیزونو تر توشېح وروسته، د روسیې صدراعظم دميتري مدویدوف دا اقدام د خپل هېواد په وړاندې یوه "پوره تجارتي جګړه" وبلله.
راپور: صفي الله ستانکزی