د بشري حقونو یوه څارونکې ټولنه وايي چې ولسمشر بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو د سوریې په حمص ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر ولکې لاندې وروستۍ سیمه هم نیولې ده.
السوخنا د لرغونې تاریخي ښار پالمیرا په شااوخوا ۷۰ کېلومټرۍ کې دیرالزور ته د تللي سړک په اوږدو کې وروستۍ پرته سیمه ده چې په دیرالزور کې د دولتي ځواکونو یو ګارنیزیون د ۲۰۱۵ میلادي کال له پیله تر محاصرې لاندې و.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په برېتانیا کې دی، وايي چې دا ښارګوټی د سوریې د دولتي ځواکونو او د روسیې د پوځ له سختو هوايي او توپچي حملو وروسته ونیول شو، خو د سوریې حکومت تر اوسه د دې ښار نیول نه دي تایید کړي.
داعش ډله چې د عراق په موصل ښار کې یې پخوا ماتې خوړلې، په سوریه کې هم له بېلابېلو حملو سره مخامخ ده.