نیکې هیلې پر شمالي کوریا لګېدلي بندیزونه بې ساري او سخت بللي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکې هیلې پرون شنبه د شمالي کوریا د اټمي پروګرام له کبله پر دې هېواد نوي لګېدلي بندیزونه په څو نسلونو کې تر ټولو بیساري او سخت اقدامات بللي دي.

نېکې هیلې چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې پر شمالي کوریا د بندیزونو د پرېکړه لیک په اړه د رأیو له اخېستو وروسته خبرې کولې، همداراز وویل چې دا اقدامات کافي نه دي او زیاته یې کړه چې باید داسې فکر ونه کړو چې ګنې دا ستونزه حل شوې ده.

د امریکا سفیرې یادونه وکړه چې د شمالي کوریا د غیرقانوني او د اټمي وسلې لرونکې دکتاتورۍ ګواښ لا هم پر ځای پاتې دی او په خطرناک ډول نورهم پراخېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې بندیزونو هرکلی کړی او د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن ویلي چې پر شمالي کوریا د نويو بندیزونو تصویب ډېر ښه پرمختګ دی.