د جوزجان پولیس وايي چې امنیتي ځواکونو یو ملا امام پر یوه ۱۱ کلن ماشوم د جنسي تجاوز په تور نیولی دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا ملا امام چې د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، توقیف شوی او دوسیه یې عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې ده.
غفوري وايي چې د عدلي طب له معاینو وروسته معلومه شوې چې پر دغه ماشوم جنسي تجاوز شوی دی.
د جوزجان د والي ویاند زیاتوی چې د قضیې څېړنه په عدلي او قضايي ادارو کې روانه ده.