د شاهین قول اردو له تعلیمي کنډک څخه ۶۵۰ سرتېري د زده کړو له یوې دورې څخه فارغ شول.
په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین وايي، دغو سرتېرو ۹ اونۍ پوځي زده کړې وکړې او زیاته یې کړه چې دا د پوځ د پیاوړتیا لپاره یو لوی بریالیتوب دی.
ښاغلي مبین زیاته کړه:
"دا سرتېري به د وسله والو ځواکونو او اردو په لیکو کې شامل شي، دا د افغانستان د اردو د پیاوړي کولو په برخه کې، یوه لویه بریا ده."
د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې دا نوي روزل شوي سرتېري به په سرپل، جوزجان، فاریاب او کندز ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د جګړې ډګر ته واستوي.