ټیلرسن او لاوروف له یو بل سره لیدنې ته چمتووالی نیسي

د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزیران په منیلا کې د سیمې اییزې غونډې په لړ کې له یو بل سره کتنې ته چمتوالی نیسي.

ریکس ټیلرسن او سرګي لاوروف په داسې حال کې له یو بل سره ویني چې واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوي دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د فيلپین مرکز ته رسېدلي او د روسيې چارواکو په وینا ټیلرسن او لافروف به د کوریا د ټاپوزمې ،سوريې او منځني ختیځ د مسلو په اړه خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې اګسټ میاشت په درېیمه نېټه په ټویټر ولیکل چې د امریکا او روسيې اړیکې تر بل هر وخت خطرناک حالت ته رسېدلي دي.

په منیلا کې سیمه اییزه غونډه نن او سبا جوړېږي، خو دا لا نه ده معلومه چې د روسيې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به د دې غونډې پر مهال څه وخت له یو بل سره وویني.