مسټر: ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه مهمې پرېکړې کړي

د امریکا د جمهور ریئس د ملي امنیت سلاکار وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه مهمې پرېکړې کړې دي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکاراچ، ار، مک مسټر له "ام اس ان بي سي" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون شنبه خپره شوه، وویل:

"ولسمشر ډونالد ټرمپ دا واضح کړې چې باید د سیمه ییزو لورو په چلند کې بدلون ووینو، په ځانګړي ډول پاکستان چې باید د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کم کړي."

مک مسټر ویلي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر متعهد دی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله باید له منځه ولاړه شي اود امریکایانو امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د جګړې پر کړنلاره کار کوي خو دا نده څرګنده چې څه وخت به یې اعلان کړي.