د ملګرو ملتونو امنیت شورا لوی اکثریت پر شمالي کوریا د مزایلو د پروګرام له امله، پر هغه هېواد د سختو بندیزونو ملاتړ وکړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوې پریکړې پر اساس به د شمالي کوریا پر صادراتو چې تقریباً یو میلیارد ډالر ارزښت لري، بندیز ولګېد.
شمالي کوریا تېر کال د درېيو ملیارډو ډالرو په ارزښت مالونه بهر ته صادر کړي دي.
د شمالي کوریا حکومت د جولای په میاشت کې دوه انټرکانتینینتل مزایل و ازمویل چې د امریکا په خاوره کې يې اهداف ویشتلائ شوائ.
د امنیت شورا د بندیزونو د پریکړه لیک طرحه د امریکا متحدو ایالاتوجوړه کړې وه.
د پرېکړې پر اساس، هېوادونه نه شي کولائ چې د شمالي کوریا د کارګرانو شمېر زیات کړي، له شمالي کوریا سره ګډ تجارتي پروګرامونه جوړ کړي یا په هغه هېواد کې پانګونه وکړي.
د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې همدا راز د شمالي کوریا نهه وګړي او څلور شرکتونه د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شوي چې د شمالي کوریا د بهرنیو اسعارو بانک هم په کې دی او په بهر کې یې پانګه کنګل شوې ده.