ملګري ملتونه پر شمالي کوریا د امریکا د بندیزونو مسودې ته رأیه ورکوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا د امریکا له خوا د لا ډېرو بندیزونو د لګولو مسودې ته رأیه ورکړي.

د ملګرو ملتونو دېپلوماټانو ویلي چې د دې مسودې هدف دا دی چې شمالي کوریا مذاکرې ته مجبوره شي.

ویل کېږي چې دغه مسوده د شمالي کوریا یو په درېیمه برخه صادرات چې ارزښت یې تر یو ميلیارد ډالرو ډېر دی، منع کوي.

د دې تر څنګ دغه مسوده له نورو هېوادونو غواړي چې د شمالي کوریا کارګرو ته د کار اجازه ورنه کړي .

د شمالي کوریا ډېری کارګر په روسیې او چین کې کار کوي.