مسؤلین: له کندهاره هره ورځ څه باندې ۸۰ ټنه انګور پاکستان ته ځي

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د سپین بولدک له لارې هره ورځ څه باندې ۸۰ ټنه انګور پاکستان ته صادرېږي.

د دغې خونې مرستیال فضل الحق مشکاڼي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه انګور په یخچالي او مجهزو موتړو کې پاکستان ته انتقالېږي.

نوموړی وايي چې له دغه ولایت څخه دغه شان په اونۍ کې ۲۰ ټنه انګور د هوا له لارې هند او دوبۍ ته انتقالېږي.

ښاغلی مشکاڼی وايي چې سږ کال د کرنیزو توکو او مېوو حاصلات د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، د انګورو دا حاصلات د کندهار له پنجوايي ، ارغنداب او دامان ولسوالیو څخه راټول شوي دي.