مسؤلین: سږ کال په سرپل کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه لوړوالی ښیي

د سرپل د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه لوړوالی ښیي.

د سرپل د کرنې او مالدارۍ رئیس سید معین الدین عیني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د موسمي ورښتونو له امله، د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وایي چې په سرپل کې د کرنې ریاست له خوا تېر کال بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي وو او هم پر د افتونو او مرضونو ضد درمل ویشل شوي وو.

ښاغلی عیني وایي چې په سرپل کې بزګران د خپلو کروندو د حاصلاتو د زیاتوالي له امله خوښ دي او هم له دې درکه ډېر عواید لاسته راوړي.