چارواکي: د سرپل صیاد کې د میرزا اولنګ کلی طالبانو نیولی

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو تر حملې وروسته د یادې ولسوالۍ میرزا اولنګ کلی نیولی او خلکو کورونه یې هم سوځولي دي.

د میرزا اولنګ کلي یوه سیمه ییز قوماندان محمد انوري نن شنبې ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د یاد کلي یو شمېر خلک له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لپاره یې هېڅ هم نه دي پرېښي، خلکو خپل کورونه پریښي او تښتېدلي دي، د هغوی کورنه سوځېدلي دي، له مرکز څخه موږ ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې."

نوموړي د یادې ادعا د ثبوت لپاره کوم اسناد وړندې نه کړل.

تر دامهاله د سرپل ولایت چارواکو د میرزا اولنګ کلي د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو یې د میرزا اولنګ کلی تېره ورځ نیولی او وايي، د خلکو کورونه هم د دواړو خواو د جګړې پرمهال سوځېدلي دي.