د اروپا د بشري حقونو محکمې د«فېروز» له مستردولو سره مخالفت کړی

د اروپا د بشري حقونو محکمې په فوق العاده حکم کې، روسيه د ازبکستان حکومت ته د یوه ژورنالیست له سپارلو منع کړه.

ژورنالیست علي فېروز په روسیه کې زېږېدلی او د مسکو له یوې خپلواکې ورځپاڼې نوایاګزیاتا سره یې کار کاوه.

د هغه وکیل پرون جمعه پرفیس بوک ولیکل چې د ستراسبورګ دې معتبرې محکمې، ازبکستان ته د علي فېروز له مستردولو سره مخالفت کړی دی.

د علي فېروز رسمي نوم خداي بردي نورمتوف دی.

دا ژورنالیست په اولس کلنۍ کې ازبکستان ته تللی او د هغه هېواد تابعیت یې منلی و خو په ۲۰۰۸میلادي کال کې بېرته روسیې ته تښتېدلی و.

هغه ادعا کړې وه چې د ازبکستان امنیتي ادارو دوې ورځې نیولی او شکنجه کړی و.

د مسکو یوې محکمې د سې شنبې په ورځ حکم وکړ چې هغه د روسیې د مهاجرت له قانونه سرغړونه کړې او باید ازبکستان ته مسترد شي.

خو علي فېروز ادعا کړې چې په روسیه کې یې د پناه غوښتنه کړې او د هغو اسنادو پر اساس، په روسیه کې د پاتې کېدو حق لري.

د هغه وکیل پر فیس بوک لیکلي چې د اروپا د بشري حقونو محکمې د سپټمبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې خپل اسناد را غونډ او محکمې ته یې وړاندې کړي.