د ایران د فوټبال پر دوو لوبغاړو بندیز لګول کېږي

د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پر دوو فوټبالرانو ښايي بندیز ولګول شي.

د ایراني رسنیو په حواله، حکومت ښايي پر مسعود شجاعي او احسان حاج صفي د اروپا د فوټبال په لیګ کې د اسرائیل د فوټبال له لوبډلې سره په سیالۍ کې د ګډون له امله بندیز ولګوي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، فارس پرون جمعه وویل چې د هغه هېواد د فوټبال دولتي فدراسیون د مسعود شجاعي او احسان حاج صفي دا کار غندلی دی.

دواړو فوټبالرانو د یونان د فوټبال په یوه لوبډله کې لوبه کوله او د پنجشنبې په ورځ يې د اسرائیل د لوبډلې په وړاندې په سیالۍ کې ګډون وکړ.

میزان خبري اژانس د ایران د سپورټ وزارت د یوه چارواکي محمد جواد عباباف په حواله لیکلي چې پر دواړو فوټبالرانو د بندیز اعلان ممکن دی.

ایران د اسرائیل دولت په رسمیت نه پېژني او ایراني وزرشکاران له اسرائیلي لوبډلو سره په سیالیو کې له ګډونه منع دي.