اروپايي اتحادیې پر ځينو نورو روسي چارواکو هم بندیزونه لګولي

اروپايي اتحادیې پرون جمعه یو شمېر روسي کمپنیو او وګړو د خپلو بندیزونو کړۍ پراخه کړه او د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال يې هم په دې لېست کې شامل کړ.

اروپايي اتحادیه وايي، دا کار يې ځکه کړی چې روسیې د زیمنس شرکت د ګاز څلور ټوربینونه په غیر قانوني ډول د روسیې له جنوبي سیمو، د کریمیا ټاپووزمې ته چې روسیې په زور له اوکراینه جلا کړې، اړولي دي.

د اروپايي اتحادیې ډیپلوماټانو پرون جمعه وویل چې د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیالان درې چیریزوف او د هغه وزارت بل چارواکی، یو ګیني ګرابچاک د اوکراین د خاورې د بشپړتیا او خپلواکۍ پرضد کار کړی دی.

اروپايي اتحادیه وايي چې پردې کسانو به د سفر بندیز وي او په اروپايي اتحادیه کې د هغوی پانګه به کنګل شي.

د روسیې د بهر نیو چارو وزارت ویلي چې د اروپايي اتحادیې دا پرېکړه "توجیه" نه لري او غبرګون څرګندول د ځان حق ګڼي.

له کله راهیسې چې د روسیې پوځ په زور د کریمیا ټاپووزمه له اوکراینه جلا او له روسیې سره الحاق کړه، اروپايي اتحادیې په کریمیا کې د انرژۍ د ټکنالوژۍ په ارتباط د اروپايي شرکتونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.