د انسانانو یوه قاچاق وړونکې شبکه له منځه تللې ده

د انسانانو یوه قاچاق وړونکې شبکه چې ایرانيان یې په ناقانونه توګه بریټانیا ته انتقالول له منځه تللې ده.

د اروپا پولیس یوروپول وايي، څه باندې سل تنه یې نیولي چې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې غړي وو.

دغو پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې قاچاقیانو مرکز د هسپانیې په ختیځ کې په مالاګا ښار کې وو.

د یوروپول په خبره د انسانانو د قاچاق دې شبکې له هر یوه کس نه ۲۵ زره یورو اخېستلې او په بدل کې یې د هسپانیې جعلي پاسپورټ، د الوتکې ټکټ او د اوسېدو ځای ورکاوه.

د هسپانیې د پولیسو له یو کلنو هڅه وروسته د دې قاچاقیانو ۱۴ کسان په مالاګا ښار کې ونیول شول.

اخوا ۴۲ تنه چې په دې شبکې یې هسپانوي سندونه خرڅول هم نیول شوي دي.

یوروپول یا د اروپا پولیس وايي، د انسانانو د قاچاق د دې شبکې مشر په داسې حال کې د لندن په هېټرو هوايي ډګر کې ونیول شو چې غوښتل یې برازیل ته ولاړ شي.

۴۴ تنه ایرانیان په بېلابېلو اروپايي ښارونو کې پیژندل شوي چې جعلي پاسپورټونه لري.

د انسانانو د قاچاق کوونکې دې شبکې په اړه چې په یوه اساسي تشکیل کې یې کار کاوه او هر غړي یې خپله دنده مخته وړله وروسته له هغه څېړنې پیل شوې چې اوه غړي یې تېرکال په هامبورګ کې ونیول شول.

د څېړنو په پایله کې روښانه شوه چې دا اوه کسان له مالاګا نه بریټانیا ته روان و او بیا وروسته پولیسو په هسپانیې کې اوه نور ایرانیان چې یو پنځه کلن ماشوم هم پکې و وموندل.

د هسپانیې ملي پولیسو، د اروپا پولیسو، د پرتګال د سرحدي چارو او کډوالۍ ادارې او د بریټانیا د کډوالۍ ادارې دا څېړنې په ګډه مخته وړې دي.

صفي الله ستانکزی