د پکتیا چارواکي وايي، د دې ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونه تر واک لاندې راغلې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت نن ازادي راډیو ته وویل، په ټولو هغو سیمو کې چې جګړه په کې روانه وه، د افغان دولت وسله وال مخالفین ځپل شوي دي:
"یو سل اته څلویښت تنه وسله وال مخالفان چې شل تنه يې پاکستاني ملیشې وې، وژل شوي دي. په دې کې د وسله والو یو شمير قومندانان هم شامل دي. یو سل یوویشت تنه وسله وال ژوبل دي. په دې جګړه کې ۱۳ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي."
د پکتیا جاني خيل ولسوالی د څه د پاسه لسو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د جګړو شاهده وه.