د روسيې ولسمشر ویلادمیر پوتین وايي، د جمهوري ریاست د څلورمې دورې لپاره په درېدو غور کوي.
ټاکل شوې ده چې د روسيې د ولسمشرۍ انتخابات د ۲۰۱۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې ترسره شي.
ولادمیر پوتین دا څرګندونې نن د روسيې د بوریاتیا جمهوریت د یوه اوسیدونکي د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د ویډیو کال له لارې دغه روسي وګړي چې ځان يې د دوهمې نړیوال جګړې د وخت سرتیری معرفي کړ له پوتین غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ د څلورمې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي.
زیاته تمه کېږي چې پوتین به چې ۲۰۰۰ کال راهیسې د روسيې ولسمشر او یا د صدراعظم پاتې شوی دی د جمهوري ریاست څلورمې دورې ته هم کاندید شي او بیا د ولسمشر په توګه منتخب شي.