ولسمشرمحمد اشرف غني نن هرات ته سفر وکړ.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر به د چهارشنبې د شپې د ځان وژونکي برید د قربانیانو له خپلوانو سره د غمشریکۍ لپاره هرات ته راځي
هرات ته د ولسمشر له سفر دمخه په دې ولایت کې د وروستیو او نورو بریدونو په تړاو د یو شمېر چارواکو دندې ځنډول شوې دي.
د هرات ښار په جوادیه جومات کې د چهارشنبې په شپه په ځان وژونکي برید کې شپږ دیرش تنه ووژل شول او اووه شپیته نور ټپیان شول.