د نیمروز ولایت پولیسو په زرګونو لېټره کېمیاوي مواد نیولي دي

د نیمروز ولایت پولیسو په زرګونو لېټره کېمیاوي مواد چې د قاچاق په ډول افغانستان ته راوړل کېدل نیولي دي.

د نیمروز امنیه قوماندان غلام جیلاني ابوبکر د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: د دې ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۴۸۰۰ لېټره د اسټیک انهایډرایډ په نوم کېمیاوي مواد چې د ابرېشم پل له سرحده د دوو کانټینرونو په واسطه دې ولایت ته قاچاق شوي وو، د دوشنبې په ورځ نیولي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندان په وینا په پام کې وه چې دا کېمیاوي مواد د نشه‎يي موادو د تولید لپاره په نیمروز ولایت کې د هیروئينو فابرېکو ته انتقال شي، خو تردې دمه یې د قاچاق په تور څوک نه‎دي نیول شوي.