خوست کې یوې ویالې ته موټر لویدلی، ۷ کسان وژل شوي

تېر ماښام شاوخوا اته بجې د خوست ښار د پروژې پل په سیمه کې ویالې ته یو ګاډی لویدلی چې په کې سواره ۷ کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.

وژل شوي کسان څلور وروڼه او درې يې ورېرونه وو.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین ازادي راډیو ته وویل، دا چې په ښار د باران اوبه راغلې وې او د ماښام په تیاره کې ویاله ښه نه معلومېده، نو موټر ویالې ته لویدلی دی.

ده وویل، د پېښې جسدونه روغتون ته لېږدول شوي وو او د شپې په ۱۲ بجو يې خپلوان پیدا شول چې جسدونه يې انتقال کړل.

ګل محمدالدین وايي:

"بیګاه خواوشا اته بجې په یو کرولا ډوله موټر کې اوه کسان سواره وو چې د باران د راوتلو له کبله يې د پروژې پله په سیمه کې موټر ویالې ته چپه شوی وو چې په نتیجه کې اوه نفره ټول په شهادت رسیدلي دي، د شپې تر ۱۲ بجو د دوی وارثین نه وو پیدا شوي، په دې وخت کې د دوی وارثین پیدا شول او د مړو جسدونه مو د دوی وارثینو ته تسلیم کړل."

د پېښې یو تن عیني شاهد بصیر حسن وايي، په ویاله کې د باران اوبه ډېرې وې او له موټره د وژل شویو کسانو را ایستلو ډېر وخت ونیو.

ده وویل، وژل شوي کسان څلور وروڼه او درې نور يې ورېرونه وو.

د خوست ښار یو اوسیدونکي قدیر الله هاند وویل، کچېرې مسؤلو ادارو د دې ویالې څخه کټارې یا نور موانع راتاو کړی وای، نو دا پيښه نه کېده.

ده غوښتنه وکړه چې مسؤلې ادارې دې په دې برخه کې اقدام وکړي.

خوست چې تیز او شړکنده بارانونه لري، د بارانونو پر مهال ډېر کله په خوست ښار اوبه راځي او د سړک او ویالو مالومات په کې نه کېږي.