ټرمپ: د واشنګټن او مسکو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او مسکو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي او د امریکا د کانګرس غړي یې له دې کبله ګرم بللي دي.

ښاغلي ټرمپ پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له روسیې سره اړیکې د پخوا په پرتله تر ټولو ټیټې او خطرناکې کچې ته رسیدلي.

ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې پر روسیې د امریکا د بندیزونو د لایحې له توشیح یوه ورځ وروسته کوي.

د روسیې صدراعظم ډیمیټري مېدوېدېف د ولسمشر ټرمپ له خوا د دې لایحې د توشیڅ په غبرګون کې وویل، دا اقدام د مسکو پر ضد د سوداګرۍ د پوره جګړې د پیل معنا لري.

ټرمپ همدا راز د وګړو د صحي بیمې د اصلاحي پلان د رد په اړه د سنا پریکړې ته د اشارې په ترڅ کې پر خپله ټویټرپاڼه د کنایې په ژبه لیکلي، تاسو کولای شئ له کانګرس څخه مننه وکړئ- له هغو کسانو چې ویې نشو کړای موږ ته صحي بیمه راکړئ.