وریماچ: انتخاباتو ته د ټکنالوژۍ د اړتیاوو مشخصات چمتو شوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په را روانو انتخاباتو کې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د ټکنالوژۍ د اړتیاوو مشخصات چمتو شوي او فهرست به یې راتلونکې اوونۍ حکومت ته واستول شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس امام محمد وریماچ وايي چې په دې اړه یې پرون د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په غونډه کې هم خبرې کړي دي.

ښاغلی وریماچ ازادي راډیو ته وویل، اوس په حکومت پورې اړه لري چې دا تخنیکې اړتیاوې د تدارکاتو د کمېسیون له لارې چمتو او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاري:

"د رأيې ورکوونکو د لېست جوړولو ټکنالوژي مشخصه شوې. موږ هیله مند یو چې حکومت د ملي تدارکاتو د کمېسیون له لارې دا ټکنالوژي خریداري کړي او د انتخاباتو کمېسیون ته وسپاري. "

ښاغلي وریماچ همدا راز وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې ټکنالوژۍ د روزونکو د روزنې کورسونه پیل کړي او ډېر ژر به دا لړۍ ولایاتو ته هم وغځول شي.