پاکستان په افغانستان کې د داعشیانو پر فعالیت اندېښنه ښودلې

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش جنګياليو د فعاليتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې وزارت وياند نفيس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په خبرو کې وويل چې هېواد يې په افغانستان کې د داعش ډلې د فاليتونو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو د ډيرېدو په اړه اندېښنه لرو او په ظاهره، داعش د افغانستان په هغو ټولو سيمو کې چې حکومت پکې کنټرول نه لري، خپل حضور پراخ کړی دی."

نفيس زکریا ويلي، هېواد به یې له افغانستان سره د پولې په سیمه کې د تهديدونو د مخنیوي په خاطر لازم اقدامات وکړي چې په پاکستان کې د دې ډلې د هر ډول حملو مخنيوی وشي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د داعش پر ضد مبارزه بريالۍ بللې ده.

په افغانستان کې د ناټو وياند ويليم سالوېن ازادي راډيو ته ويلي چې يوازي افغان ځواکونه او په دغه هېواد کې ځای پر ځای نړيوال ځواکونه کولای شي په افغانستان کې داعش ډله له منځه يوسي چې د ده په وينا د هرې ورځې عملیات يې هم روان دي.