د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي چې له مسکو سره د امریکا اړيکې تر خطرناکه بريده خرابې شوي دي او ده د دې وضعیت پړه د کانګرس پر غړیو واچوله.
ټرمپ نن په یوه ټويټ کې ليکلي: «زموږ اړيکې له روسیې سره تر بل هر وخت ډيرې او تر خطرناکه بریده خرابې دي.»
د ټرمپ خبره په داسې حال کې ده چې ده د روسیې پر وړاندي د نویو بنديزونو لګولو لپاره نوی قانون توشېح کړ.
له هغه وروسته د روسیې صدراعظم دمتري مدويديف وويل چې د دې قانون په نتيجه کې به د مسکو پر وړاندي سوداګريزه جګړه پيل وي.