د افغانستان د ګالف فدراسیون مسؤلین وايي چې په ټول افغانستان کې د دغې لوبې د سیالیو لپاره معیاري لوبغالی نهلري.
د دغه فدراسیون مسؤل عمران ازادي راډيو ته وویل چې اوسمهال د ګالف لوبې د مرکز په ګډون په ډېری ولایتونو کې مینهوال لري، خو د معیاري لوبغالو نهشتون د دغې لوبې مخه ډب کړې ده.
ښاغلی عمران له افغان حکومته غوښتنه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د ګالف لوبې د میدانونو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي تر څو په دې هېواد کې د ګالف لوبې پراختیا پيدا کړي.