پسرلی: د افغانستان او ایران سوداګريز بهیر بېرته سم شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دوی هڅه کوي چې نوره‌يې هم زیاته کړي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له ایران سره وروستیو سیاسي کړکېچونو د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې خړې پړې کړې وې، خو د دواړو هېوادونو د استازو په هلو ځلو د سوداګرۍ بهیر اوس‌مهال عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

ښاغلي پسرلي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ د غځولو لړۍ هم په تېزۍ سره روانه ده چې په جوړېدو سره به‌يې ایران له چین او افغانستان د اروپا له بازارونو سره ونښلول شي.

د ایران او افغانستان تر منځ د رېل پټلۍ د غځولو پروژه به له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې په خپل منځ کې سوداګريزه راکړه ورکړه زیاته کړي او لیرې بازارونو ته خپل تجارتي مالونه ورسوي.