مدودف: امریکا سره زموږ د اړیکو د ښه کېدو هیلې له‌منځه تللي

د روسیې صدراعظم پر دې هېواد د امریکا د بندیزونو پر هغې لایحې سخت انتقاد کړی چې ولسمشر ټرمپ پرون لاسلیک کړه.

دمیتري مدودف وايي، دې بندیزونو د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو هیلې له‌منځه وړي او د روسیې پر ضد یوه فعاله سوداګریزه جګړه بللې.

د روسیې صدراعظم د خپل فېس‌بوک پر پاڼه ولیکل:

"د امریکا له نوي حکومت سره زموږ د اړیکو د ښه کېدو هیلې له‌منځه تللي."

د روسیې صدراعظم زیاته کړې چې مسکو به پر دې بندیزونو لاس بری شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بندیزونو دا نوې لایحه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مشکوکې مداخلې او په اوکراین کې د دې هېواد د لاسوهنې له کبله تصویب کړې.

د امریکا د بندیزونو په دې لایحه کې پر روسیې سربېره پر شمالي کوریا او ایران هم نوي بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې پر روسیې د دې بندیزونو د لګولو مخالف و وايي، د بندیزونو دا لایحه‌یې سره له دې چې ستونزې په‌کې شته د ملي یووالي د ساتلو لپاره لاسلیک کړه.