که څه هم د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تر اوسه ماسټر پلان په سمه توګه نهدی عملي شوی او دغلته ټولې دولتي ځمکې زورواکو غصب کړي، خو د افغانستان د کور او ښار جوړونې چارو وزیر سید سعادت منصور نادري نن چهارشنبه ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال رسنیو ته وویل چې پلان لري څو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې نوی ماسټر پلان عملي کړي.
ښاغلی نادري وايي، د سفر هدفيې په دغه ولایت کې د نوي ماسټر پلان او یو شمېر نورو پروژو عملي کول دي.
د کور او ښار جوړونې چارو وزیر سید سعادت منصور نادري
نادري زیاته کړه:
"زه نن ډېر خوښ یم چې ارزګان ولایت ته راغلی یم، موږ پلان لرو چې د شهیدانو په سیمه کې یو ښارګوټی جوړ کړو او بله مهمه خبره دا ده چې په ښار کې د څښاک اوبه پیدا کوو، ټول ښار او ودانۍ بېنقشې دي، خو موږ په ټول ښار کې ماسټر پلان عملي کوو او نقشه کوو يې."
دا په داسې حال کې ده چې ارزګان کې د تېرې ۱۱ میاشتنۍ جګړې راهیسې ډېرې ودانۍ او سیمې ویجاړې شوې دي.
د کور او ښار جوړونې چارو وزیر د دغه سفر پر مهال د یو شمېر کوچنیو پروژو د بنسټ ډبرې هم کېښودلې.
خو د ولایتي شورا مسؤلين وايي چې د کور او ښار جوړونې وزیر له ځان سره کوم داسې نوي څه نهلرل چې د پرمختګ زېری ووسي.
د ولایتي شورا یو وکیل محمد کریم کریمي وايي، کومې پروژې چې ننيې د جوړېدو چارې پیل شوي د۱۳۹۳ کال نیمګړې پروژې وې، خو کومه نوې پروژهيې نهده پیل کړې.
ښاغلي کریمي وویل:
"دغه پروژې چې ننيې کار پیل شو دا خو د تېرو کلونو پاتې پروژې وې، خو نن کومه خاصه برنامه له ځانه سره نهلرله، موږ دلته ډېرې ستونزې لرو د هغوی په حل کې دې مرسته وکړي."
خو له دې ټولو سره-سره د ارزګان والي محمد نذیر خروټی بیا وايي چې دلته زرګونه جریبه ځمکې زورواکانو غصب کړي، خو ژمنه کوي چې د امنیت له ښهوالي سره بهيې د زورواکو له منګولو راخلاصې کړي.
ښاغلي خروټي وویل:
"پخوا هم دغه ستونزه موجوده وه چې تقریباً ۵۰ زره جریبه ځمکې غصب شوې وې، اوس چې د دولت د واک ساحه ډېره کمه شوې ټولې ځمکې د دولت له واکه وتلې دي، اوس موږ دغه شمېره نهشو ښودلای چې څومره ځمکې غصب شوي، کله چې امنیت سم شي ټولې ځمکې به ازادې کړو."
د یادونې وړ ده چې د ملي وحت حکومت له پیله راپدېخوا دا دوهم وزیر دی چې دغه ولایت ته سفر کوي او ارزګانیان داسې انګېري چې ګنې د ملي وحدت حکومت مشرانو دغه ولایت له پامه غورځولی دی.
راپور: شریفالله شرافت