مسؤلین: هرات کې پر جومات د برید د وژل شویو شمېر ۳۳ ته ورسېد

ځایي مسؤلین وایي، په هرات کې پر یوه جومات د برید د وژل شویو شمېر ۳۳ ته ورسېد.

د دغه ولایت د روغتیا مسؤلين وایي چې تر ۶۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د هرات ښار د بکر اباد سیمې په جوادیه جومات کې دا پېښه تېر ماښام هغه مهال وشوه چې دوه برید کوونکي جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو یې له ډزو وروسته په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول.

تر اوسه د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو له کابل څخه د امنیتي ادارو د لوړپوړو چارواکو یو هیئت هرات ته رسېدلی، څو د پېښي په اړه پلټنې وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت، پر جومات دغه خونړۍ حمله په کلکه غندلې ده.

له دغه سفارت څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه په افغانستان کې د مذهبي شخړو د تحریک په هدف کېږي، خو اعلامیې ویلي چې امریکا به د سولې او امنیت په ټینګښت کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزارتونو هم د اعلامیو په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده.

ټاکل شوې، د هرات چارواکي د درېیو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي او دغه‌راز نن د چهارشنبې د ورځې په اوږدو کې به سوله‌ییز لاریونونه وکړي.

په هرات کې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د دې پېښي مړي په‌کې خښېږي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.