د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، ناڅرګندو کسانو تېره شپه د روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې د چړو په وسیله دوه وروڼه وژلي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغو دوو وروڼو پر خپلو کروندو اوبه تړلې وې.
وژل شوي دوه وروڼه حليم او صميم نومېږي او د ۱۸ او ۲۰ کلونو په عمر دي.
ولایتي اداره وايي، امنیتي ځواکونو په سيمه کې د پېښې د څېړلو او د عاملينو د نيولو په موخه هڅې پیل کړې دي.