ارګ: هېوادوال او عالمان دې د وحشتونو پر ضد غږ اوچت کړي

د افغانستان جمهوري رياست وايي، هېوادوال او ديني عالمان دې د ترورېستانو د وحشتونو پر ضد په ګډه خپل غږ اوچت کړي.

دا غوښتنه د جمهوري رياست په هغې اعلاميه کې شوې چې تېره شپه‌يې په هرات کې پر يوه جومات تر حملې وروسته خپره کړه.

د هرات ولايتي چارواکي وايي، د بکراباد سيمې پر جواديه جومات دوو ځان وژونکو حمله وکړه چې په نتيجه کې يې ٢٩ کسان وژل شوي او ٦٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ په اعلاميه کې د دې بريد په تړاو ويلي، ترورېستان پر ملکيانو، جوماتونو، تکيه‌خانو او نورو مقدسو ځايونو په بريدونو سره خپل اسلام ضد ماهيت په ډاګه کوي.