ایراني رسنیو امريکا له اټمي موافقې په سرغړون تورن کړی

د ايراني رسنيو د راپور له مخې، ايران ملګرو ملتونو ته په يوه شکايت کې د امريکا متحده ايالات له اټمي موافقې په سرغړونه تورن کړی دی.

دغه تور وروسته له هغې لګول کېږي چې د تهران د بالسټيک توغندیو د ازموينې او له بشري حقونو د سرغړونې له کبله پر ايران تازه بنديزونه ولګول شول.

وروسته له هغې چې تهران يو راکټ چې په مدار کې د سټلايټ د ځاى پر ځاى کولو توان لري وتوغاوه، د امريکا د خزانې وزارت د بالسټيک توغندیو په جوړولو کې د رول لرلو له کبله تېره مياشت پر شپږو ايراني شرکتونو بنديزونه ولګول.

د امريکا کانګرس بيا تېره مياشت يو قانون تصويب کړ چې د توغندیو د پروګرام، له بشري حقونو د سرغړونې او سپاه پاسداران انقلاب ځواک له کبله پر ايران نوي بنديزونه لګوي.

د ايران د پارلمان مشر علي لاريجاني وويل، دغه بنديزونه د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي موافقې سرغړونه ده او ايران په دې تړاو د ملګرو ملتونو هغه کمېسيون ته خپل شکايت ليک وړاندې کړى چې د اټمي موافقې د عملي کېدو چارې څاري.