ټېلرسن راتلونکې اوونۍ په فیلیپین کې له سرګي لاوروف سره ګوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، پلان لري چې د روانې اوونۍ په پای کې د اګست په پنځمه او شپږمه، مانیلا ته د سفر پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

رکس ټېلرسن پرون د سې شنبې په ورځ وویل، د روسیې سره په اړیکو کې د پام وړ ترینګلتیا شته، خو واشنګټن له مسکو او نورو ښکېلو لورو سره کار کوي، څو د سوریې د سولې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره لازم شرایط برابر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، واشنګټن په دې باور دی چې بشارالاسد د سوریې په راتلونکي کې ځای نه‌لري او هغه ایراني وسله‌وال چې د بشارالاسد په ملاتړ د سوریې د یاغیانو پر ضد جنګېږي، باید خپلو کورونو ته ولاړ شي.

رکس ټېلرسن به د فیلیپین په پایتخت مانیلا کې، د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو له دیپلوماتانو سره تر کتنې وروسته ټایلنډ او مالیزیا ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټېلرسن به په دې سفر کې له اټمي وسلې څخه د کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو، سمندري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هڅو خبرې او بحثونه وکړي.