عیني شاهدان: د ګردېز د ملي امنیت د تحقیق مدیر پر موټر چاودنه شوې

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې نن چهارشنبه سهار یوه چاودنه شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دغه چاودنه د ګردېز ښار غزني لین سیمه کې د عبدالحی ګردېزي ښوونځي ته مخامخ د ګردېز د ملي امنیت د تحقیق د مدیر په موټر کې د یوه ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له امله شوې.

له سیمې څخه عیني شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې د ګردېز د ملي امنیت د تحقیق مدیر، دوه نور د ملي امنیت کارکوونکي او درې ملکیان ټپيان شوي دي.

خو د ګردېز په مرکزي روغتون کې عیني شاهدان وايي چې د دغې پېښې له سیمې څخه ګڼ شمېر ټپیان ور وړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.