د مسکو په یوه سیمه‌ییزه محکمه کې د ډزو پر مهال ۳ تنه وژل شوي

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، نن په مسکو کې د سیمه‌ییزې محکمې دننه د ډزو پر مهال درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د روسیې خبري اژانسونه د عیني شاهدانو، وکیلانو او د محکمې د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه درې تنه تورن کسان دي او په ټپیانو کې هم دوه تورن دي.

دوه تنه څارونکي هم زخمیان شوي دي.

تورن کسان د منځنۍ اسیا د یو شمېر کسانو په وژلو تورن شوي چې نن‌یې د محاکمې پر مهال ډزې وشوې او محکمه تر پېښې وروسته تخلیه شوه.

  • پخواني معلومات

د راپورونو له مخې د مسکو سیمه‌ییزه محکمه نن وروسته تر دې تخلیه شوه چې هلته ډزې وشوې.

د روسیې خبرې اژانسونه د وکیلانو او د محکمې د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې تلفات اوښتي دي او لږ تر لږه د محکمې یوه ښځینه کارکوونکې ټپي شوې ده.

امبولانسونه د محکمې ودانۍ ته رسېدلې دي.

ځیني راپورونه وایي چې ډزې د منځۍ اسیا د یوې ډلې د دوسیې د څېړلو پر مهال وشوې.

دا ډله په قتل تورنه شوې ده.