په ترکیه کې د تېرې ناکامې کودتا په تور نېږدې ۵۰۰ تنه محاکمه کېږي

په ترکیه کې د تېر کال د ناکامې کودتا په تور نن نېږدې پنځه سوه تورن کسان په انقره کې محکمې ته واستول شول.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د تېر کال تر ناکامې کودتا راوروسته لسګونه ځله خلک محاکمه شوي دي، خو دا تر ټوله لویه ډله ده چې یوځای محاکمه کېږي.

۴۶۸ مشکوکو کسانو له ډلې ښایي اکثریت د ولسمشر د وژلو د هڅې او قتل په تور په عمري حبس محکوم شي.

تېر کال د جولای په میاشت کې د کودتا پر مهال نېږدې ۲۵۰ کسان وژل شوي وو.