سیګار: د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۲۵۳۱ افغان سرتېري وژل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې سرمفتش یا سیګار په وینا، د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، د افغانستان دوه زره ۵۳۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او څلور زره ۲۳۸ تنه ټپیان شوي دي.

دا راپور د جنوري له لومړۍ نېټې د مې تر اتمې پورې موده رانغاړي چې امریکایي پوځي چارواکو ته افغان حکومت چمتو کړی دی.

تر دې مخکې سیګار د تېر مېلادي کال راپور خپور کړی و چې په‌کې ویل شوي وو چې لږ تر لږه شپږ زره ۷۸۵ افغان عسکر او پولیس د ۱۰ میاشتو په ترڅ کې وژل شوي دي.