د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کۍ د عملياتو پر مهال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والی ویاند ګل اسلام سیال نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، د دوشنبې د ورځې مازیګر مهال وسلهوالو طالبانو غوښتل چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، خو تر بريد مخکې امنيتي ځواکونو په شاهجوی کې پوځي عمليات پیل کړل چې په ترڅ کې یې ۷ طالبان ووژل شول.
د سيال په وينا، په جګړه کې پنځه طالبان ټپيان شوي او د همدغې جګړې پر مهال، طالبانو يو ملکي کس وژلی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.