د میدان وردګ چارواکي: د کابل-کندهار لار له جګړې وروسته بنده شوه

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د کابل کندهار لویه لار نن سهار په سیداباد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له جګړې وروسته بنده شوه.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل په یوه بیان کې وايي، د کابل کندهار لویه لاره وروسته له هغه بنده شوه چې د سیداباد په سلطان‌خېلو او شاترو سیمه کې سهار وختي نښته وشوه.

بیان زیاتوي چې نښته اوس هم روانه ده.

ښاغلی منګل وايي په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان وژل شوي او په چاودېدونکو موادو بار یو موټر یې د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.

په بیان کې د دولتي ځواکونو د تلفاتو یادونه نه‌ده شوې.