روسیې او چین د امریکا د انتقادونو په وړاندې غبرګون ښودلی

روسیې او چین د امریکا د هغو انتقادونو په وړاندې غبرګون ښودلی چې وايي دې دوو هېوادونو د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه‌دي کړي.

شمالي کوریا د روانې اوونۍ په پیل کې هغه توغندی وازمایه چې د متحده ایالاتو اصلي ځمکه په نښه کولای شي.

ولسمشر ټرمپ له دې ازموینې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دی ډېر خواشینی دی ځکه چې چین پر شمالي کوریا د فشار راوړلو په مسئله کې له امریکا سره هېڅ‌راز مرسته ونه‌کړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن چین او روسیه له شمالي کوریا سره د تجارتي اړیکو په خاطر د پیونګ یانګ اقتصادي پالونکي وبلل.

خو پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د امریکا او ځینو نورو هېوادونو له‌خوا د شمالي کوریا د اټمي پروګرام له کبله د روسیې او چین د ملامتولو هڅه بې‌بنسټه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه د سمدستي خبرو اترو د پیل غوښتنه هم کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر لیو جي یي «Liu Jieyi» هم د امریکا تورونه رد کړل او ویې‌ویل چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام له کبله د پراخ شوي کړکېچ اصلي عاملان واشنګټن او پیونګ یانګ په خپله دي.