د جرمني د اقتصاد وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې پر روسیې د امریکا د هغو نویو بندیزونو په وړاندې ودرېږي چې له مخې یې اروپايي کمپنۍ له روسیې سره معامله نهشي کولای.
دا نوي بندیزونه چې د روسیې د انرژۍ شرکتونه په نښه کوي په هغې لایحه کې شامل دي چې تېره اوونۍ د امریکا سنا په یوه خوله تصویب کړل او تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ بهیې توشېح کړي.
د جرمني د اقتصاد وزیرې بریګیته تسیپریس «Brigitte Zypries» له فونکې میدینګروپ «Funke Mediengruppe» ورځپاڼې سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، موږ دا اقدامات له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کې ګڼو.
اروپايي کمپنیو ته د دې اقداماتو زیان دا دی چې د لایحې له مخې ولسمشر ټرمپ پر هغو لوېدیځو کمپنیو هم تحریمونه وضع کوي چې د روسیې او جرمني ترمنځ د بالتیک سمندرګي له لارې د روسیې له ګاز پروم شرکت سره د طبیعي ګازو دوه پایپلاینونه جوړوي.
اروپايي مشران وايي، دا بندیزونه د دوی د انرژۍ امنیت ته ګواښ پیښوي او اقتصاد یې زیانمنوي.