د جرمني فدرالي څارنوالانو پرون وویل، هغه سړي چې په هامبورګ ښار کې په چړو د یوه تن د وژلو او ۶ نورو د ټپي کولو په قضیه کې تورن دی، ښايي سخت دریځه اسلامي انګېزه درلوده.
د تېرې جمعې په ورځ یوه فسلطیني سړي چې په متحده عربي اماراتو کې زېږېدلی د هامبورګ ښار په یوه سوپر مارکېټ کې پر خلکو د چړې ګوزارونه وکړل یو تنيې وواژه او د تېښتې پر مهاليې ۶ نور ژوبل کړل.
څارنوالانو ویلي، لومړنیو تحقیقاتو ښودلې ده چې د احمد په نوم دا ۲۶ کلن فسلطینی نه د داعش او نه د کومې بلې سخت دریځې ډلې غړی دی.
راپورونه وايي چې جرمني د پناه لپاره د دې مشکوک برید کوونکي غوښتنه رد کړې وه.